عمران خان: هند سره به د کشمیر مسئله د خبرو له لارې حل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هیله څرګنده کړې چې وکړی شي له هند سره د کشمیر مسئله د خبرو له لارې حل کړي.
دده په خبره له خپلې لومړۍ کاري ورځې یې له هند سره ښې اړیکې غوښتې دي، خو هند مثبت ځواب نه دی ورکړی.
عمران خان وایي دی دې ته تیار نه دی چې لومړی له هند سره جګړه پیل کړي ځکه دواړه اټومي قدرتونه دي او ټولې نړۍ ته زیان رسولی شي.
هغه بیا هم پر هند غږ کړی چې په کشمیر کې له کشمکشونو لاس واخلي او ددغه سیمې د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي.
وروسته له دې چې هند په کشمیر کې ځانګړی وضعیت ختم کړ، نو د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. دوی تر دې وړاندې پر یو بل د برید خبرداری ورکړی و.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments