عمران خان هندوستان ته خبردارې ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان : د پاکستاني رسنیو په حواله، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ده په خبره د یو اعشاریه دوه میلیاردو نفوسو بازار خوشحالولو پر ځای هند اړ کړي چې د کشمیر په تړاو خپله پالیسي بدله کړي.
عمران خان ویلي، د کشمیر وضعیت د پاکستان او هند تر منځ د اټومي جګړې لامل کېدای شي. نوموړي زیاته کړه، که جګړه وشي، په خبره یې پاکستان به تر وروستي بریده لاړ شي.
عمران خان ویلي، کشمیر کې اته سوه زره انسانان د ګرځېدو بندیز کې ایسار پاتې دي او کله چې دا بندیزونه لرې شي، په وینا یې هلته به د وینو سیندونه وبهیږي.
بل لور ته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، چې هېواد یې نړۍ ته جګړه نه ده ورکړې. مودي د خپل حکومت د یو شمېر پروژو په ګډون پر ځینې موضوعاتو خبرې کړې دي او د پاکستان له نامه یادولو پرته یې په کنایو کې پر دغه هېواد نیوکې کړې دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments