عمران خان: د هند برید ته به مناسب ځواب ورکړو

comments 0

454 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، ویلي دي چې نړیوالې ټولنې ته یې خبرداری ورکړی دی چې هند ښايي تر خپلې ادارې لاندې کشمیر کې د بشري حقونو له تیریو څخه د پام اړولو له پاره د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر باندې برید وکړي.
د هند له لوري د جمو او کشمیر څخه د نیمه خپلواکه حیثیت د بیرته اخیستلو په غبرګون کې نن د پاکستان په زیاتره ښارونو کې له کشمریانو سره د پیوستون په پار احتجاجونه وشول.
د راپورونو له مخې په اسلام آباد کې یوې احتجاجي غونډې ته د وینا پر مهال عمران خان وویل که چېرې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت پر پاکستان برید وکړي نو هېواد به یې مناسب ځواب ورکړي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستان او هند تر منځ کړکېچ به یوازې تر سویلي آسیا پورې منحصره نه وې، بلکې په خبره یې له دې څخه به ټوله نړۍ اغیزمنه شي.
د عمران خان په خبره په راتلونکي میاشت کې به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د وینا پر مهال دغه موضوع راپورته کړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments