عمران خان د افغان جهادي ډلو د له منځه وړلو خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي یو شمېر وسله والې ډلې، چې د افغان جهاد پر مهال جوړې شوې وې او په پاکستان کې پاتې دي له منځه وړل کېږي.
دده په خبره اوس دغه ډلو ته اړتیا نشته ده، نو پوځ او ای ایس ای لګيا دي چې دوی له منځه یوسي. عمران خان دغه راز ویلي چې په پاکستان کې به د دیني مدرسو د کنټرول لپاره هم جدي ګامونه اوچت کړي.
دده په خبره په ډېری برخو کې له دغه مدرسو تهديدونه موجود دي او د له منځه وړلو اړتیا یې لیدل کېږي.
پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم دغه هېواد د وسله والو ډلو لپاره امن بستر دی او ډېری ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې امن مرکزونه لري.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments