عمران خان اسامه بن لادن ته د شهید کلېمې ویلو په جنجال اخته کړ

comments 0

44 Views

هندوکش ـ پاکستان: اسامه بن لادن امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال د مۍ پر دوهمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ایبټ اباد ښار کې ووژلو.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال وویل، د القاعده پخواني مشر او بنسټګر اسامه بن لادن لپاره د شهید کلېمه کارولې او په پاکستان کې پر دې موضوع ګڼ عبرګونو رپارولي دي.
عمران خان په یاده وینا کې څو داسې مسالې هم یادې کړې، چې پاکستان یې په نړیواله کچه رسوا کړ.هغه وویل،هغو کې هم یوه پېښه چې پاکستان یې رسوا کړ، دوی ایبټ اباد ته راغلل، اسامه بن لادن یې وواژه، شهید یې کړ. وروسته ټوله نړۍ کې سپک شوو، موږ یې بد وبللو، یانې زموږ اتحادي زموږ هېواد ته راغی عملیات یې وکړل، خو موږ ته یې ونه ویل، تر هغه وخت دې جګړه کې زموږ ۷۰ زره پاکستانیان وژل شوي وو.
د القاعده په څېر توندلارې ډلې مشر – چې یو وخت نړۍ کې تر ټولو مطلب یا غوښتی کس و- وژلو ته شهید کلېمې په کارولو سره یاده خبره ډېره ژر پر پاکستان سربېره په ټوله نړۍ کې هم خپره شوه.
عمران خان دا خبره د خپل حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ په وینا کې وکړه، له یوې خوا یې خپله بهرنۍ پالیسي تر ټولو بریالۍ وبلله، خو له بلې خوا یې له امریکا سره د تېرو حکومتونو پر اړیکو وغږېد.
هغه زیاته کړه، د ترهګرۍ ضد جګړه کې موږ له امریکا سره و، خو له امله یې چې پاکستان ته کوم ذلت په برخه شو زه نه پوهېږم چې دې جګړه کې د امریکا بل ملګري ته په نصیب شوی وي او امریکا دې هغه هېواد بد بللی وي. هغه که افغانستان کې بریالۍ نه شوه، نو مسوولیت یې پر پاکستان واچوي؟
د لومړي وزیر په خبره، دویمه هغه پېښه چې پاکستانی ملت یې رسوا کړ، هغه د امریکا ډرون بریدونه و.
تېرو حکومتونو ویل، موږ پرې خبر نه یو، خو امریکايي چارواکو ویل، ټول بریدونه یې د پاکستان د حکومت په اجازه کړي دي، امریکايي چارواکو دا هم وویل، نه پوهېږي پاکستانی حکومت خپلو خلکو ته ولې درواغ وايي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments