علي وزیر: حکومت مو سیمو ته کېمیاوي سره نه پرېږدي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ پاکستان: د جنوبي‌ او شمالي وزیرستان پارلېماني استازي وايي، حکومت یې سیمو ته کېمیاوي سرې نه ورپرېږدي‌ د کوم له کبله چې هلته زراعت ډېر متاثره شوی دی.
د دوی‌ په وینا، حکومت یو پلو ادعا کوي چې په دې سیمو کې یې امن پر ځای کړی دی او بل پلو هم هغسې چلند ورسره کوي لکه څنګه چې هلته وسله وال په منظمه توګه فعال وو.
د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر دا خبره په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال هم راپورته کړه.
نوموړي‌ په دې وویل چې هلته اوس کروندګر پر دې مجبور دي‌ چې د بندیز له کبله یې تر عام بازار په ډېر لوی قیمت واخلي.
“چې له کله هلته پوځي عملیات پیل شوي وو نو هلته یې پر سرو بندیز لګولی وو او دوي‌ به ویل چې هلته وسله وال دي نو موږ ورته وویل چې اوس خو تاسو وایاست چې سیمه مو له وسله والو پاکه کړې ده نو مهرباني وکړی دا بندیز لرې کړی.”
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي ته وویل، تر څلور کاله زیات وخت وشو چې هلته پر دې سره لګول شوی بندیز لا هم برقرار دی.
“چې فصلونو ته ورکول کېږي دې ته زموږ په سیمه کې سرکاري سره ویل کېږي او چې کله په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات پیل شوي وو له هغه وخته پر دې بندیز دی. دوي‌ وايي چې دا په بمونو کې استعمالېږي خو کروندګرو باور ورکړی وو چې د حکومتي‌ چارواکو په وړاندې به یې فصلونو ته ورکوي. خو لا هم هغوي ته اجازه نده ورکړل شوې.”
میر کلام وزیر زیاته کړه چې هلته د خلکو د معاش بنیادي وسیله هم دا زراعت دی او هغه له سرو پرته هیڅ ګټه نه کوي.
د شمالي او جنوبي وزیرستان تر څنګ په پاتې نورو قبایلي ضلعو کې بیا ځینې داسې دي چې هلته که څه هم د مخصوصو ډېلرانو په وسیله دا سره کروندګرو ته ورکول کېږي خو د کروندګرو په وینا ، ترلاسه کول یې ډېر ګران دي.
په دې اړه مو د خیبر پښتونخوا د زراعت له وزیر محیب الله خان سره بیا بیا د تماس هڅه وکړه خو د هغه ټلیفون بند او د صوبايي‌ حکومت ویاند اجمل وزیر بیا له خبرو ډډه وکړه.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments