علما: پر مقدسو ځايونو بريد کونکي مسلمانان نه دي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د متحدو علماوو شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هیواد کې پر مساجدو وروستي بريدونه له اسلام سره په ټکر کې بللي دي.

ددې شورا له لوري هندوکش ته په را لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« پر مقدسو ځايونو بريدونه ډيرد تاسف وړي او موږ پر دې بريدونو په کلکه خواشيني يو.»

دوی په خپله خبرپاڼه کې په قرآني آیتونو د استدلال په لړ کې پر مساجدو بريدګر ظالمان بللي دي او ويلی يي دي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې غواړي د مسلمانانوتر منځ ستونزې ډيرې کړي.

دوی ويلي دي:« د تروريزم مخينې ته په کتو سره اوس ټول په دې پوهيږي چې طالبان، حقاني شبکه او داعش د هیواد له ورانۍ او وينې بهولو پرته بل کارنلري خو په ډيرې خواشينۍ سره چې دلته هر وحشت ته د اسلام نوم ورکول کيږي.»

دوی پر خلکو غږ کړی دی چې باید يو موټي شي او د دښمن دسيسې دې شنډې کړي.

دوی په خبرپاڼه کې په مساجدو کې د قرآن کريم سوځول بیخي کفري عمل بللی دی او ټينګار کوي چې د داعش او طالب هيڅ کړنه ديني صبغه لري او نه هم افغاني.

ياده دې وي چې طالبانو او داعشيانو څو ځلې د هیواد په ګوټ ګوټ کې پر مساجدو په برید کې لمونځ کونکي شهيدان کړي او لسګونو ټوکه قرآن کريم او نور ديني متون يي سوځولي دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply