علماوو افغان جګړه ناروا وبلله

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: کابل کې علماوو نیوکه درلوده چې د مسکو غونډه کې هغوی ګډون کړی چې د تېرې جګړې تجهیزات یې کباړ کې پلورلي او یو ځل بیا د کباړ خوبونه ګوري.
کابل کې د علماوو ستره غونډه کې دیني عالمانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ او ډاډ یې وښود چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ځواکونو په تړاو خیالونه په حقیقت بدل کړي.
دیني عالمانو په یو ګډه اعلامیه کې د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو غاړو غوښتنه کړې چې نوره جګړه و نه کړي، ځکه دا جګړه نه د اسلام او نه د هېواد په ګټه ده.
اعلامیه کې د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ شوی او ټینګار دا و چې د سولې خبرې دې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو تر منځ وي.
دیني عالمانو افغان امنیتي ځواکونه د دې هېواد ساتندویان یاد کړي دي چې د دې هېواد لپاره یې قرباني ورکړې، او د هغو قرباني یې ستایلې ده.
دیني عالمانو ویلي چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې دا بنسټ ړنګ کړي.
اعلامیه لیکي، ((د نورو د ګټو لپاره د سولې د خبرو ځنډ او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کول، د هېواد په زیان دي او هر څومره ژر چې کیدای شي د سولې خبرې دې پيل شي.))
علماوو ویلي، نظام په اسلام کې ځانګړی ځای لري، دا به سمه وي چې نظام کې به مشکلات وي، خو چا ته دا اجازه نه ورکوو چې په بیلابیلو پلمو راباندې نوي نظامونه تجربه کړي.
اعلامیه کې لیکل شوي ((پر علماوو بریدونه زیات شوي، پر علماوو برید له اسلام سره ښکاره دښمني ده او حکومت مسوولیت لري چې د علماوو امنیت خوندي کړي.))
دا دیني علما کابل کې راټول شوي و چې شمېر یې دوه زرو ته رسیده او ټولو په یو غږ د جګړې د بس او سولې د خبرو د ژر پيل غوښتنه کوله.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments