علماء باید د وطن دوستی حس وکړي / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان دیني علماء یا له ډاره او یا کوم بل مجبوریت له مخې حاضر نه دي چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو څخه ښکاره ملاتړ وکړي، دا خپله د ځینو دیني علماوو دریځ تر سوال لاندې راولي.
اما له نیکه مرغه یو شمېر دیني علماوو په ډاګه له افغان ځواکونو او جمهوریت ملاتړ کړی او د ترهګرو او نورو وسله والو ډلو جګړه یې چلنج کړې ده، خو له بده مرغه ځینې دیني علماء په خپلو سترګو ګوري چې وحشت روان دی خو پروړاندې یې چوپه خوله دي.
افغانستان کې یو شمېر علماو چې د هیواد د سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، باید د دوی ستونزو ته لا ډېره پاملرنه او رسیدګي وشي، هغه ژمنه چې د ارګ او ممبر تر منځ باید واټن له منځه لاړ شي، که څه هم ډيره برخه یې نه ده عملي شوې، خو یو څه کار شوی چې دیني علماء د وطن دوستۍ حس کوي.
د علماو او حکومت ترمنځ د واټن او بې باورۍ فضا د لا راکمولو او د علماو د مصئونیت په خاطر د علماو اړوند مسایلو او دوسیو د څېړلو لپاره اړتیا ده چې علماء یوه کمیټه رامنځ ته کړی چې وکولی شي په اسانۍ سره حکومت ته خپل غږ ورسوي او ستونزې او مشکلات یې حل شي.
علمای کرام زموږ په ټولنه کې ځانګړی رول او حیثیت لري او د دوی درناوی او ستونزو ته رسیدګي حتمي ده. په تېرو پنځو کالو کې د ارګ او منبر تر منځ واټن کم شوی او د لیرې کولو لپاره یې هڅې ادامه لري، خو په دې پروسه کې د علماوو رول مهم دی چې د کمترۍ او بې وطنۍ احساس و نه لري او دا درک کړي چې دا وطن د ټولو دی او که خرابیږي، ټول پکې خرابیږي.
افغان حکومت توانیدلی چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي جوماتونو د بیا رغاونې په ګډون سلګونه جوماتونه کړي او لا هم په هره ولسوالۍ کې د جامع جوماتونو د جوړولو لپاره دېرش میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
علمای کرامو د تاریخ په هر پړاوو کې اساسي رول لرلی او موږ باید د خپلو علماو تاریخي رول او کوښښونه درک کړو. د علماو د هر اړخیز مصئونیت ترڅنګ د مدرسو راتلونکی باید د علماو په سلا او لید انسجام ومومي.
افغان حکومت ژمن دی چې دیني مدرسو باندې پانګونه وکړي چې وکولی شي له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړی ډول د پآکستان له مدرسو افغان طالب العلمان راوګرځوي، هغه له دې امله چې د پاکستان اکثره مدرسو کې سخت دریځي تدریس کیږي او د افغانستان د جګړې دوام ته هڅول کیږي.
که افغان طالب العلمان له پاکستاني مدرسو راوګرځول شي، په کور دننه ورته د زده کړو زمینه برابره شي، دا به همکاري وکړي چې هر قاري، حافظ او دیني عالم به وطن دوسته وروزل شي او د دې اړتیا به نه پيدا کیږي چې د خپلو خلکو او هېواد پروړاندې جګړه وکړي.
دیني علماوو سره باید داسې کار وشي چې نه حذف شي او نه په باج اموخته شي چې دواړو وختونو کې ټولنې تاوان کوي، هغه له دې کبله چې زموږ ټولنه کې دیني عالم سرلاری دی او دا ټولنه یې په هره خبره باندې عمل کوي.
دیني علماء کولی شي د وطن دوستۍ لپاره خلکو ته یو ښه مسیر ورکړي، داسې مسیر چې له تاوتریخوالي راوګرځي او عادي ژوند پيل کړي.

Share this page to Telegram

Comments