عربستان د خبریال خاشقجي مړینه په کنسولګړې کې تاییده کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: سعودي عربستان له دوو اونیو وروسته ومنله چې عرب خبریال ددوی په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
د سعودي عربستان سترې محکمې ویلي ددوی پلټنې ښيي، چې جمال خاشقجی په ترکیه کې ددوی په کونسلګرۍ کې له څو کارکوونکو سره د فزیکي شخړې پر مهال وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا په پېښه کې اتلس ښکېل او شکمن کسان نیول شوي او دوه لوړپوړي عرب چارواکي له دندو ګوښه کړل شوي دي. جمال د سعودي د اوسني حکومت پر پالیسیو نیوکې کولې او ولیعهد یې غیر قانوني باله.
هغه څو اونۍ وړاندې ترکیې ته ځي او د سعودي عربستان یوې کونسلګرۍ ته د مراجعې پر مهال په دغه کونسلګرۍ کې وژل کېږي. سعودي تر پرون پورې د هغه وژل کېدل رد کړي وو خو نن یې منلې چې دغه خبریال ددوی په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
د جمال مړی لا هم نه دی موندل شوی او د عربستان حکومت وایي د څېړنو پایلې به وروسته شریکې کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments