عراق کې دداعش ډلې په برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

5 Views

هندوکش – عراق: د عراق پوځ وايي، داعش ډلې د دغه هېواد په شمال کې د تېلو پر ذخيرو بريد کړى، دوه تنه يې وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي.
د عراق پوځ د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې ياد بريد د دې هېواد د شمالي برخې د صلاح الدين په سيمه کې شوى دى.
په ورته وخت کې د پېښې په سيمه کې پر عراقي ځواکونو د سړک غاړې ماين چاودنه کړې، چې په دغه پېښه کې درې امنيتي سرتېري ټپیان شوي دي.
عراق کی دولت همیشه دا خبره کړی ده چی داعش په عراق کي ماته خوړلي او د دي توان نه لری چی د عراقی پوځ په مقابل کي وجنکی کیږی اوس داسی اندیښنی پیدا شوی چی داعش څنکه دومره قدر پیدا کړچي د تیلو په ذ خیرو بریدونه وکړي
عراقي ځواکونه که څه هم دا کار د داعش ډلې بولي، خو داعش ډلی بیا تردی مهاله رسنیوته څه نه دي ویلي .
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments