تازه خبر: په کابل کې د عراق پر سفارت ترهګریز بريد

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې د شهر نو د انصاري څلور لارې ته څيرمه ترهګرو د عراق پر سفارت برید کړی دی.

په سيمه کې عيني شاهدانو هندوکش ته ويلي دي چې بریدګر پنځه تنه وو.

دوی وايي چې لومړی دوه ځانمرګي بريدونه شوي او وروسته ترهګر د سفارت ودانۍ ته د ننه شوي دي.

په سيمه کې د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

یاده سیمه اوس مهال کلابنده شوې او افغان ځواکونه کوښښ کوي په ودانۍ کې د ننه ترهګر ژر تر ژره له منځه يوسي.

تر دې دمه په دې اړه نور جزييات نه دي ورکول شوي او نه يي چا مسولیت پر غاړه اخيستی دی.

په دې اړه نور جزييات وروسته له هندوکش ټکی کام سره پاتې شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *