عبدالله: پر عالمانو چاودنې وښوده چې جګړه استخباراتي ده

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د دیني علماوو په ډله باندې برید دا وښوده چې دا جګړه له اسلام سره اړخ نه لګوي.
عبدالله عبدالله په خپره شوې اعلامیه کې ډاډ ښودلی چې دا جګړه د بهرنیو استخباراتو د ګټو لپاره ده او قرباني یې افغانان ورکوي.
په اعلامیه کې له دیني علماوو مننه شوې چې خپل مسوولیت یې ادا کړی او د اسلام او احادیثو په رڼا کې یې خلکو په ډاګه کړه چې دا جګړه د اسلام لپاره نه بلکې د اقتدار او سیاسي ګټو لپاره ده.
عبدالله عبدالله پر علماوو د دوشنبې ورځې برید غندلی، قربانیانو ته یې د جنت فردوس او ټپيانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments