عبدالله: پر افغانانو د امارتي نظام بیا ځلي تپل د منلو نه دي

comments 0

5 Views

هندوکش ــ کابل: د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي، د طالبانو له‌خوا پر افغانانو د اسلامي امارت بیا ځلي تپل، خلکو ته د منلو نه دي.
عبدالله عبدالله چې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته یې خبرې کولې، د سولې د خبرو پر مهال طالبان نرمښت او د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل.
پر یو شمېر ولایتونو په ځانګړې ډول هلمند د طالبانو له‌خوا شوی برید او د دې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل، هغه څه دي چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي پرې سخته نیوکه کوي.
د ملي مصالحې عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې وايي، طالبان نه شي کولای د جګړې له لارې څه په لاس راوړي.
عبدالله عبدالله د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډه کې له افغانستان د امریکايي عسکرو وتو ته په اشارې وویل، که طالبان داسې فکر وکړي د بهرنیو عسکرو په وتو سره به یو ځل بیا پر افغانانو خپل امارتي نظام وتپي، تېروتنه کوي.
هغه زیاته کړه: “دا ښه ده چې په افغانستان کې سوله راشي او موږ په خپلو پښو ودرېږو او بهرنیو عسکرو ته نوره اړتیا و نه لرو، خو که محاسبه داسې شوې وي چې دوی(بهرني عسکر) وځي او بیا د طالبانو امارتي نظام د افغانستان پر خلکو تپل کېږي، دا په هېڅ ډول د افغانانو لپاره د منلو نه ده، بلکې د جګړې د دوام لپاره یوه بله نسخه ده.”
د ملي مصالحې عالي شورا رییس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه طالبانو په خپلو نویو څرګندونو کې د “نوي اسلامي نظام” پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
که څه هم د قطر په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، خو په افغانستان کې بیا په وروستیو دوه اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
له ډلې پر هلمند د طالبانو برید دی چې نږدې څلوېښت زره کورنۍ یې له خپلو سیمو بې‌ځایه کړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments