عبدالله نن له نرېندرا مودي سره پر افغان سوله غږیږي

comments 0

5273 Views

هندوکش ـ کابل: ټاکل شوې ده چې د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله نن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره پر افغان سوله خبرې اترې وکړي.
د عبدالله عبدالله د نننیو لیدنو کتنو په اړه د ده ویاند مجیب رحیمي وویل: “له صدراعظم او د هند له بهرنیو چارو وزیر سره به وګوري او په ورته وخت کې به د مصالحې عالي شورا مشر نن د هند د دفاعي او تحلیلي مطالعاتو په انسټټیوټ کې خبرې وکړي.”
عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ له کابله نوې ډېلي ته ولاړ.
دا سفرونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په دوحه کې د افغان دولت له طالبان پلاوي سره د سولې د خبرو پر طرزالعمل خبرې کوي.
دا خبرې د سپټمبر په ۱۲مه پیل شوې او په پرانیستونکې غونډه کې یې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د وېډیو کنفرانس له لارې برخه واخیسته او ویې ‌ویل چې داسې سوله باید وشي چې د هند پر ضد له افغان خاورې استفاده ونه‌ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments