عبدالله له ویلس سره د لېدنې پر مهال د تاوتریخوالي پر زیاتېدو خبرې وکړې

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبداالله، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
عبدالله عبدالله پر خپله فېس ‌بوک پاڼه د دې لیدنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره په یوه وخت کې د جګړو پر زیاتېدو بحث وشو او د تشدد کمېدل یوه ضروري اړتیا وبلل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان، په قطر کې له نږدې دوو اوونیو خبرو اترو بوخت دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments