عبدالله: علماء دې د افغان جګړې ضد فتوا ورکړي

comments 0

473 Views

هندوکش:د ډیورنډ فرضي کرښې پر دې غاړه سیمو د پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه به د کابل ــ اسلام آباد اړیکې لا پسې خرابې کړي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره په لیدنه کې ویلي، ترهګري یوازې امنیت نه ننګوي، بلکې سیمه کې اقتصادي او سوداګریزې پروژې هم له ګواښ سره مخ کولای شي، چې پر وړاندې یې باید جدي مبارزه وشي.

عبدالله عبدالله غوښتنه کړې، چې افغان او پاکستاني علماء دې د روانې جګړې پر ضد فتوا صادره کړي.

د پاکستان لومړي وزیر هم ژمنه کړې، چې هېواد يې چمتو دی، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ وکړي.

عباسي ژمنه کړې، چې حکومت به يې له دې وروسته د سوداګریزو اړیکو د رغېدو په موخه له افغان سوداګرو څخه تنظیماتي مالیه نه اخلي.

Share this page to Telegram

Comments