عبدالله عبدالله په یو څلور ورځني سفر هند ته ځي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: ښاغلی عبدالله به د نوې ډېلي له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند د ونډې او ملاتړ په لارو چارو خبرې وکړي.
هندي رسنیو ویلي، چې دغه سفر د اکټوبر په شپږمه چې د راتلونکې سې شنبې ورځ ده، پیلېږي.
له کله نه چې ښاغلی عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر ټاکل شوی، دا یې هند ته لومړنی سفر دی.
نوموړی تېره اوونۍ په درې ورځني سفر ګاونډي هېواد پاکستان ته تللی و او هلته‌ یې د سولې په روانو هڅو له صدراعظم، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments