عبدالله عبدالله: د ټاکنو کمېسیون دې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه ودروي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید او د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل، چې د رایو د بیا شمېرلو بهیر ژر تر ژره ودروي.
ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۰مه «لړم۱۹مه» د لویې جرګې په خېمه کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل:” زموږ ټېم خبرو ته چمتو دی، دغه خبرې کېدایشي د نړیوالو او داخلي ناظرینو او ټیفا او فیفا په حضور کې تر سره شي، موږ کړکېچ ته د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کې نه یو، بلکې له درغلیو څخه د ټاکنو بهیر د ایستلو هڅه کوو.”
هغه د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ وکړ، که چېري د ‘د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ’له ناظرینو پرته د رایو شمېرلو ته دوام ورکړي، پر وړاندې به یې سوله ایزو اقداماتو لاس پوري کړي.
عبدالله عبدالله وویل، چې د ټاکنو کمېسیون لخوا د رایو بیا شمېرلو بهیر د اساسي قانون خلاف دی او زیاته یې کړه، چې نوموړی یې پایلې نه مني.
د عبدالله عبدالله مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیمونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنې سره مخالفت وکړ.
عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی انتخاباتي ټیم په درغلۍ او د کمېسیون په کارونو کې په لاس وهنه تورن کړ او له انتخاباتو دا ممکنه را وړلاړېدونکي احتمالي کرکېچ مسؤلیت یې هم په دولت جوړوونکي ټیم ور واچاوه.
خو د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم ویاند رضوان مراد وویل د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې پرېښودل شي چې خپل کار پر مخ بوځي. ښاغلي مراد همدارنګه د ښاغلي عبدالله دې څرګندونو ته چې د احتمالي بحران پړه یې چې پر دولت جوړونې ټیم اچولې وویل، د بحران خبرې یې تکراري دي او د ده پر ټکو یوازې افغانانو ته ‘سرخوږی’ ډېروي.
همدارنګه د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلې فېسبوک پاڼه کې د عبدالله خبرو ته په یوه اوږده غبرګون کې ویلي، “د ثبات او همپالنې ټیم له بې ثباتۍ او نا همپالنې پرته هرڅه دي.”
ښاغلي صالح لیکلي ډاکټر عبدالله عبدالله دې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ته درناوی وکړي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، کارونه یې له قانون سره سم مخ ته ځي، د هېڅ چا مداخلې ته اجازه نه ورکوي او نه هم تراوسه چا په چارو کې مداخله کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments