عبدالله عبدالله د سولې مقدماتي خبرو کې د بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

62 Views

هندوکش ـ قطر: د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه مقدماتي خبرو کې د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره په لومړي ځل د افغان دولت او طالب مشران نن په دوحې د سولې خبرې کوي.
لا هم د دې مقدماتي خبرو اجنډا نه ده ټاکل شوې، خو افغان دولت ټینګار کوي چې اوربند یې د بحث لومړیتوب دی.
په دې مراسمو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر لخوا پرانیستل شول، پر ښاغلي عبدالله سربېره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورپسې د نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې.
وینا والو په ټوله کې په دې خبرو کې د دواړو لورو د مرکچیانو تر منځ په ښه نیت د سولې خبرو د پرمخ وړلو او ښو پایلو هیله وښوده .
ټاکل شوې ده چې سبا به د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې وشي او د دوشنبې په ورځ به د طالبانو د سولې پلاوی د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره په رسمي ډول د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.
غزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments