عبدالله: طالبان په ښه نیت خوشې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: اجرایه رییس عبدالله عبدالله ویلي، طالبان د ښه نیت له مخې خوشې شوي دي.
اجرایه رییس چې د وزیرانو شورا غونډې ته یې خبرې کولې، له طالبانو غوښتي چې ټول افغانان سوله غواړي او باید دا غږ واوریدل شي.
د ولسمشر د فرمان په اساس ۸۸۷ طالب زندانیان له بیلابیلو زندانونو خوشې شوي دي.
ولسمشر ډاډ ښودلی چې خوشي شوي زندانیان به د سولې سفیران وي او بیا به جګړې ته و نه ګرځي.
ولسمشر دا بندیان د مشورتي لوی جرګې په غوښتنه خوشي کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments