عبدالله: طالبان د تاوتریخوالي مسوول دي

comments 0

16 Views

هندوکش_   کابل: اجرایه رییس د وزیرانو شورا غونډه کې طالبان ملامت کړي چې د ولس غوښتنه یې رد کړه، اوربند یې و نه کړي چې تاوتریخوالي ورسره زیات شوی دی.

عبدالله عبدالله ویلي، له جګړې سره یو ځای د سولې د خبرو هڅه هم کیږي، خو د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چې د وزیرانو شورا غونډه کې خبرې کولې وویل، طالبانو د سولې په ځای پر جګړې ډير ټینګار کړی.

عبدالله عبدالله وویل، طالبانو ته یې د اوربند وړاندیز وکړ خو هغوی پرې هوکړه ونه کړه، عبدالله همداراز ولسمشریزو ټاکنو ته په  اشارې وویل، حکومت ټاکنو ته ژمن دی.

عبیدرادپور

Share this page to Telegram

Comments