عبدالله د خپل سفر ټول جزیات غني سره شریک کړل

comments 0

48 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله نن پاکستان ته د خپل سفر په اړه د راپور وړاندې کولو په هدف ارګ ته لاړ او هلته يې ولسمشر غني ته په پاکستان کې د خپلو لېدنو په اړه راپور وړاندې کړ.
د ولسمشر غني وياند صديق صديقي نن يکشنبه په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره ليدلي دي او پاکستان ته يې د خپل سفر په اړه نوموړي ته ټول جزيات وړاندې کړي دي.
«ډاکټر عبدالله عبدالله اسلام‌ اباد ته د خپل وروستي سفر په اړه ولسمشر غني ته خپل راپور وړاندې کړ او دواړو د سولې پر راتلونکو اقداماتو بحث او خبرې وکړې.»
د ملي پخلاينې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ په درې ورځني سفر اسلام‌ اباد ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره يې د سولې پر روانې پروسې خبرې وکړي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي و چې له عبدالله سره يې په زړه پورې بحثونه درلودل.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالب پلاويو ترمنځ د قطر په دوحې کې مذاکرات روان دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments