عبدالله: داعش جنګیالي له پاکستان افغانستان ته راځي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، څه موده وړاندې چې داعش د یو ستر ګواښ په توګه پېژندل کېده، له پاکستان افغانستان ته راتلل.

عبدالله په اردن هېواد کې له تروریزم سره د مبارزې نړیوالې غونډه په څنډه کې ویلي، داعش په عراق او سوریه کې پیاوړي شول او له خپلو کورنیو سره د پاکستان له لارې افغانستان ته راغلل چې په سرخوږي بدل شول.

عبدالله ویلي، داعش ماشومانو ته د سولې او زده کړې په ځای افراطیت او جګړه ورښيي څو په افغانستان کې ترې ګټه پورته کړي.

اجرایه رییس ډاډ ښودلی چې دا ډله اوس د افغان ځواکونو تر بریدونو لاندې ده او سخت ګوزارونه یې ورکړي.

د افغان ځواکونو له سختو عملیاتو وروسته دا ډله په ننګرهار کې ورکه شوې او د کونړ ځینو سیمو فعالیت لري.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments