عبدالله: حکومت د بیان آزادی ته درناوي لری

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: د حکومت اجراییه ریس داکتر عبدالله وایي چې، د اساسي قانون له مخې هر څوک حق لري چې خپل نظر څرګند کړي او حکومت د بیان ازادۍ ته درناوی لري.
دده په خبره پر حسن حقیار برید په دې مانا ده چې یوه ډله خلک د بیان ازادي نه شي زغملی. نوموړي پر اړوند حکومتي ادارو غږ کړی چې دغه پېښه وڅېړي.
حسن حقیار د سیاسي مسایلو شنونکی و، چې تېر ماښام په کابل کې د دارالامان پر سړک برید ورباندې وشو. نوموړی ټپي دی او اوسمهال یې وضعیت د ډاډ وړ دی.
د کابل امنیه قومنداني پېښه تاییدوي خو په خبره یې بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments