عبدالله: ترهګر بشریت ته درناوی نه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – سویس: د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله چې سویس ته تللی او هلته یې د بشر حقونو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، افغانستان کې ترهګر بشري حقونو ته درناوی نه لري او تر ټولو زیات بشري جنایتونه یې کړي دي.
د حکومت اجرایه رییس وایي، دولتونه مسول دي چې د بشر حقونو نړیوال قوانین مراعت کړي .
هغه ژمنه وکړه چاته به اجازه ورنه کړي چې د بشر حقونو په برخه کې څوک سرغړونه وکړي او د بشر حقونه نقص کړي.
عبدالله چې په سویس کې خبرې کولې وویل د ملکي وګړو د خوندیتوب طرحه یې د حکومت په لومړیتوب کې ده.
عبدالله عبدالله وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په تړاو یې مالومات له ملګرو ملتونو سره شریک کړي او باید په تړاو یې ګوټلي ګامونه واخیستل شي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *