عبدالله: بې بایومټریکه رایې نه منو

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې له ټاکنو دوه ورځې وروسته غوښتنه یې کړې چې بې بایومتریکه رایې دې ټولې له یو مخې بې اعتباره وګرځول شي.
عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي تېره شپه ناوخته یې د ثبات او همپالنې ډلې د رهبرۍ شورا ناسته ترسره کړې ده او ټولو مشرانو یې ټینګار کړی دی چې د خپلو پاکو رایو ساتنه به کوي.
عبدالله عبدالله ویلي، د ثبات او همپالنې د ټیم رهبرۍ شورا پرېکړه کړې ده چې هیڅ ډول بې بایومتریکه رایه به په پایلو کې نه شمېرل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې د ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګڼو خلکو د بایومتریک دستګاو د ستونزو په تړاو شکایتونه کړي دي.
د شکایتونو کمېسیون هم وايي، تر دې دمه په ور رسېدلیو ۲۲۷۵ شکایتونو کې د درغلۍ شکایتونه ډیر کم خو د بایومتریک او په لیست کې د نومونو د نشتون شکایتونه ډېر ور رسېدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

نه یې مني

Share this page to Telegram

Comments