عبدالله: افغانان د تاوتریخوالي کمول غواړي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، په هېواد کې بايد تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې چټکې شي.
نوموړي دا خبرې پرون د زمزم خيريه بنسټ د پرانیستې مراسمو کې وکړې.
د عبدالله په خبره، خلک ژر تر ژره هېواد کې دايمي سوله او د سولې خبرو اترو پايلې ته رسېدل غواړي.
د نوموړي په خبره، د سولې خبرو پيلېدل يو ستر او تاريخي پرمختګ او فرصت دی او بايد ترې ګټه واخیستل شي.
خو د نوموړي په خبره، د دې پر ځای چې اوس تاوتریخوالی کم کړل شي لا زيات شوی دی.
عبدالله داسې مهال دا خبرې کوي چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له يوې مياشتې راهیسې د سولې خبرې پيل کړې دي، په دغو ناستو کې طالبانو پر دوو ټکو له افغان حکومت مرکچي پلاو سره مخالفت ښودلی دی له همدې امله د سولې خبرو کې ځنډ رامنځته شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments