عبدالجبار قهرمان شهید شو

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمد:جبار قهرمان نن سهار خپل کمپاین دفتر کې د چاودنې له امله ووژل شو.
چاودنه نن سهار د هلمند مرکز لښکر ګاه کې د عبدالجبار قهرمان د کمپاین په دفتر وشوه.
چاودیدونکي توکي د عبدالجبار قهرمان په څوکۍ کې ځای پرځای شوي وو.
د هلمند امنیه قوماندان وايي، چاودنه کې اوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.
عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له هلمند نوماند وو.
قهرمان وړاندې تر دې هم په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی پاتې شوی وو.
وړاندې تر د ې هم په هلمند کې ولسي جرګې ته د یو بل نوماند صالح محمد صالح په غونډه برید وشو چې صالح هم په کې ووژل شو.
د ولسي جرګې لپاره دا ټاکنې تر نورو هغو خونړۍ دي تر اوسه په ټول هېواد لس نوماندان وژل شوي دي.
تر اوسه په ننګرهار، تخار ، هلمند کې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو پر کمپایني غونډو خونړي بریدونه شوي چې عامو خلکو ته هم درنده مرګ ژوبله په کې اوښتې ده.
طالبانو وار له مخې د راتلونکو ټاکنو د سبوتاژ ګواښ کړی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments