عباس عراقچي: د افغانستان د سولې بهیر څو هیوادونو لخوا یرغمل شوی دې

comments 0

94 Views

هندوکش – ایران: د ایران لوړ پورې چارواکۍ وایي چې، د افغانستان د سولې په بهیر کې باید ګاونډیان دخیل او شریک کړل شي. د د ایراني رسنیو په وینا، ایران وایي ددې لپاره چې په افغانستان کې دایمي سوله راشي او د سیمې ټول هېوادونه یې همکار وي نو په کار ده چې په دغه پروسه کې ګاونډي هېوادونه شریک کړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس عراقچي په وینا د سولې روان بهیر د څو هېوادونو له لوري یرغمل شوی دی او له ګاونډیو هېوادونو سره هېڅ راز مشوره نه کېږي.
دغه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي ایران د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه د سولې د روانې پروسې په اړه اندېښنې او پوښتنې لري چې باید ځواب ورکړل شي.
نوموړي دا هم ویلي چې ښايي د افغان سولې او دلته د جګړې ختمولو په برخه کې د امریکا نیت رښتینی نه وي او پر دې پروسه شک څرګندوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments