عباس ستانکزی: اشرف غني دې حکومت طالبانو ته پرېږدي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ کابل: د طالب ډلې د مرکچي پلاوي یوه مهم غړي سي‌بي‌اېس شبکې ته ویلي چې د افغانستان اوسنی نظام په بشپړ ډول «فاسد او کمزوری» دی او د محمد اشرف غني حکومت له ډوبېدونکې کښتې سره د اېتلافي حکومت جوړول به طالبان هم ډوب کړي.
د طالبانو دغه غړی وايي: «اوس د طالبانو وار دی. د افغانستان نظام له درې تر پنځو کلونو پورې طالبانو ته پرېږدئ. طالبان له نړیوالې ټولنې، په تېره متحده ایالاتو سره همکاري کوي. موږ ثابتوو، څنګه چې سخت دښمنان وو، په راتلونکي کې به ښه او د باور وړ همکاران یو.»
طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه غواړي نوم یې یاد شي اعتراف کوي چې د طالبانو مخکینی نظام ـ چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د برید له کبله له منځه ولاړ ـ تجربه نه لرله او همدا لامل و چې د نړیوالو هېوادونو له لوري و نه منل شو او له کبله یې د نړیوالې ټولنې او دې ډلې ترمنځ واټن رامنځته شو.
طالب مذاکره‌کوونکي په دې مرکه کې ټينګار کړی:« اوس مهال د امريکا او افغانستان حکومت د B طرحه نه لري او يوازې طالبان دي چې A او B طرحې لري، « A طرحه مو سياسي حل لار يعنې سوله وکړو او B طرحه مو په د زورورې جګړې له لارې د افغانستان نيول دي.»
اخو د افغان حکومت د سي‌بي‌اس د راپور په غبرګون کې ويلي چې د طالبانو له لوري دغه ډول څرګندونې يو خيال دی او د سولې پروسې روحيه زيانمنوي چې ناهیلې کوونکې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments