عایشه خُرم یوه کال لپاره په ملګري ملتونو کې د افغان زلمیانو استازې وټاکل شوه

comments 0

54 Views

هندوکش – کابل: عایشې خُرم په یوه مناظره کې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان، د جرمني سفیر پیتر پروګل او د اندیشه وران موسسې اجرایي مدیرې سوفیا رامیار یې نظارت او قضاوت پر غاړه درلود، تر ټولو زیاتې رایې یووړې.
ددې څوکۍ لپاره له ټول هېواد نه ۶۰ کسانو غوښتنلیکونه ورکړي وو.
ټاکل شوې اغلې خُرم د ۲۰۱۹ کال له ډسمبر نه د یوه کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغان زلمیانو د استازې په حیث د نړۍ له مشرانو سره د افغان ځوانانو ستونزې او فُرصتونه شریک کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments