عام خلک: په ننګرهار کې د طالبانو لخوا شوي موټر بم برید غوسه کړي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ ننګرهار: نن شنبه شاوخوا دولس نیمې بجې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم برید وشو، چې تر ډېر بریده یې قربانیان عام او بې ګناه افغانان ښودل شويدي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي چې دغه موټر بم برید داسې مهال شوی چې د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي خپلو کورونو ته پر لاره و، د ښاغلي خوږیاڼي په وینا د برید اکثره قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي.
اخو د دغه برید په تړاو په ټولنیزو رسینو کې د ولس سخت غبرګون مخې ته راغلی او دغه برید یې په سختو ټکو غندلی دی.
د قیس شینواري په نوم یو ځوان پر خپل فېسبوک لیکلي: « طالبانو یو ځل بیا د خپل وحشت ننداره وړاندې کړه، نن یې بیا د خپل بادار ای اېس ای په امر لسګونه بې ګناه ماشومان او د ښوونځي معصوم زده کوونکي په خپلو وینو ولمبول.»
د نجیب ایمان په نوم یو بل کس دې برید په غبرګون کې پر خپل فېسبوک لیکلي:« طالبان لا هم په جګړه ټینګار کوي، پر امریکا بریدونه نه کوي خو پر افغانانو یې ځمکه تنور کړې ده، ما مخکې درته ویلي چې طالبان د افغانستان د مظلومو خلکو دښمانان دي.»
یاده دې وي چې ګڼو خلکو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو دغه برید ته غبرګون ښودلی او د دغه برید د قربانیاتو عکسونو یې نشر کړي او پر طالبانو یې سختې نیوکې کړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments