عامې روغتیا وزارت: په تېرو شپږو میاشتو کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

comments 0

22 Views

هندوکش ــ کابل: د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یې لسګونه غیر قانوني روغتیايي مرکزونه تړلي دي. ددغه وزارت چارواکي وایي، دوی به د هغه روغتیایي مرکزونو مسوولینو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري چې کارونه او فعالیتونه یې غیر معیاري او غیر قانوني دي.
سرچینه زیاتوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۴ روغتونونه، ۴۵ کلینیکونه، ۸۰ د غاښو کلینیکونه او ۲۶ لابراتوارونه ددوی له لوري په کابل کې تړل شوي چې له دې ډلې د ځینو مسوولینو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور معرفي شوي دي.
عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل کې د روغتیايي خدماتو له څارلو سره هممهاله به په ۳۳ نورو ولایتونو کې هم د روغتیايي مرکزونو د چارو ارزونه او څارنه پيلوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments