عامې روغتیا وزارت: د کانګو ناروغۍ له امه ۳۲ تنه مړه شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش-کابل: عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کریمیايي کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي.
د دغه وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول مشر شاه ولي معروفي ویلي، چې دا پېښې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې ثبت شوي او له نورو ولایتونو څخه په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېرې نه لري.
په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکټر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ور انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو شپو کې د کانګو ناروغۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments