ظریفه غفاري یو ځل بیا د وسلوالو طالبانو له بریده روغه ووته

comments 0

5 Views

هندوکش ـ کابل: مېرمن غفاري له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې برید پرون د کابل ارغندې کوتل سیمه کې هغه مهال پرې وشو چې دا خپلې دندې پر لاره وه.
هغې زیاته کړه: “د ارغندې کوتل ته څېرمه، دلته د ملي اردو یوه پوسته هم ده، د پوستې ۵۰ مترۍ کې طالبانو کمین نیولی و، زموږ موټر یوه مرمۍ د مخې لخوا او څو مرمۍ د شا لخوا ولګېد، خوشبختانه چې موږ هېڅ زیان نه‌ دی اوښتی.”
له دې وړاندې هم په کابل ښار کې پر ظریفې غفاري برید شوی و چې هغه مهال په‌ کې سر سري ټپي شوې وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments