ظاهر قدیر: ولسي وګړي دې خپل امنیت خوندي وساتي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د ولسي جرګې غړې او پخوانې مرستیال وایې چې راتلونکې غونده به په توره بوړه کې ترسره کیږي
حاجې ظاهر قدیر تیره ورځ یوه غونډه کې وویل چې دې توره بورې ولسوالې ځیني سیمې دداعش ډلې تر ولکې لاندې ویستلي خو ډیر ژر به ټوله ولسوالې ونیسي.
قدیر زیاته کړه چې، ولسي وګړي په خپله سیمه کې بل تر هر چا امنیت ښه را وستلای شي او موږ کوښښ کوو، چې ولسي وګړو ته د داعش په وړاندې د تمویلیدو شرایط مساعد کړو، تر څو امنیت ښه خوندي سي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځي مخکې داعش ډلې د القاعده شبکې تول کنترول لاندې هغې سیمې د ننګرهار ولایت په توره بوره ولایت کې ونیول چې تردې مخکې د القاعدې پتنځایونه ول.
تردي مخکې داعش ډلې اچین، پچیراګام، کوت، مهمندره او خوږیانیو کې پراخ شتون درلوده چې دا لومړي ځل دې داعش وسله واله ډله توره بوره کې خپل نفوذ پیداکوي.
بل خوا بیا دولت وزیري د افغانستان دفاع وزارت ویاند داخبره تاییده کړې او ویلي دي چې دداعش ډلې تر ولکې لاندې زیاترې سیمې بیرته نیولي او کوماندانو ځواکونه یې ځای پرځای کړي دي.
فرهاد شهراني – ننګرهار.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *