طالب وسلوالو د کابل ـ ګردیز لویه لاره په بمونو الوځولې ده

comments 0

4 Views

هندوکش ـ د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د کابل ـ ګردیز لویه لاره د غفور خیلو سیمه کې په بمونو الوځولې او ویجاړه کړې ده.
چارواکي زیاتوي، چې وسلوال طالبان هڅه کوي د هېواد لویې لارې نا امنه او په باج ګیریو پیل وکړي، ترڅو ځان قومي وښيي او د سولې په ملي پروسه کې لوړ امتیازات ترلاسه کړي.
امنیتي چارواکي وايي، چې طالب ترهګرو یوه اونۍ وړاندې د ګردیزـ احمد اباد ولسوالۍ ته غځیدلي سړک هم په بمونو الوځولی وو.
د پکتیا ولایت اوسیدونکي وايي، طالبان دې د پردیو په اشاره عامه ځایونه په بمونونه الوځوي او له تاوتریخوالي دې لاس واخل .
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments