طالب وسلوالو د پکتیکا او غزني لویه لار ویجاړه کړې

comments 0

1 Views

هندوکش ـ پکتیکا: د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د پکتیکا او غزني ولایتونوته غځیدلې لویه لاره د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ویجاړه کړې او د یادې لارې مسافرینوته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
په عین حال کې د یادو ولایتونو اوسیدونکي وايي، چې طالبانو په یاده کړنو سره خلک له خورا سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.
دوی همدا راز له طالبانو وغوښتل، چې د عامه المنفعه پروژو له ویجاړولو او ورانولو څخه لاس واخلئ او په تاوتریخوالي کې کمښت راولئ.
طالب وسلوالو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې وسلوالو طالبانو تر دې وړاندې هم د نورو ولایتونو لارې په ماینونو او تراکتور ورانې کړي چې د سیمې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments