طالب هم خپله ماضي غندي او هم یې بیا تکراروي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

طالبانو پرون وچ کلک دريځ ونيو. ويل يې دا مسلمان دی. د پيغمبر کليوال دی. مونږ ته يې پناه راوړې. نه يې تسليموو. که وطن ړنګېږي، بمبارونه کېږي، اقتصادي بنديزونه لګېږي او امارت ړنګېږي، خو مونږ اسامه نه ورکوو. عربان، چيچنايان، ازبکان، د يمن پايلوچان او د مصر فراريان، ټول زمونږ ورونه دي. دوی سره اړيکه ختمول د اسلامي داعيې نفي او د اميرالمومنين له لقب سره په تصادم کې دي.
خو نن چې اتلس کاله جګړه وشوه. کور په کور وير ګډ شو. تر دوه لکو ډېر افغانان شهيدان شو او ټوله هستي نېستي نابود شوه. هيڅ ارزښت ارزښتمن نشو پاتې. د ښځو له کاليو نيولې، تر پټکيو او چادريو د ټولو سپکاوی وشو. نن وايي سمه ده، مونږ به نور له نړېوالو تروريستي شبکو سره اړيکې نلرو. نور به بهرنيو فراريانو ته ځای نه ورکوو او نور به د نړۍ يهود او نصاراوو ته د اسلامي امارت له مجاهدينو خطر نه وي.
ښه طالبه! د څه له امله دې چې وطن ړنګ کړ، له هغه ارزښته خو اوس تېر شوې؟ که همدا خبر دې د نړېوالې ټولنې او همدې امريکا سره په ۲۰۰۱ کې منلې وای نو وطن به نه و ژغورل شوی؟ اوس شکست تا وخوړ که امريکا؟ خبره زمونږ سمه وه، که ستا؟ مونږ خو پرون هم ويل چې افغان او افغانستان تر هر چا لومړی دی. تر هر څه لومړی دی. که تاته واقعا وطن مهم و، نو ولې دې د يوې نړېوالې فاحشې لپاره خپل دوه لکه وطنوال شهيدان کړل، وطن دې د پرديو محتاج او د نورو په ولکه کې ورکړ؟ که خبره د اسلام او د کليمې د لوړتيا وي، نو بيا خو ستاسې عباس ستانکزي په مسکو کې ښکاره وويل چې مونږ فرامرز او د افغانستان له پولې اخوا اهداف نلرو. مانا مونږ اسلام په يوه محدوده جغرافيه کې پلي کوو او يوازې همدلته يې غواړو؟ نو د خدای دين خو په پولو او جغرافيو کې ايسارول د دين فلسفه، د خدای حکم او د پيغمبر لارښوونه نه ده. بيا خو ستا جګړه له سره ديني توجيه نلري.
اوس راځو دې ته که د طالب ډله اسلامي ډله ده، نو بيا خو د اسلامي ډلو اهداف په محدودو جغرافيو کې نه وي. دين به په ټوله نړۍ نافذوې. که دا يو وطني مزاحمتي تحريک وي، نو د نړۍ يو وطني مزاحمتي غورځنګ دې څوک را وښيي چې د خپل وطن خلک، ښځې، ماشومان، سپين ږيري، کدرونه او مشران يې په دومره بې دردۍ وژلي وي، لکه طالب چې ووژل. دومره بنسټونه، سرکونه او هستي نېستي يې ړنګې کړي وي. مانا دا چې د طالب غورځنګ د واک تږې، د احمقانو يوه ډله ده چې هيڅ ډول نظريې ته ژمن خلک نه دي. هيڅ ډول اساسي کرښې نلري. يو استخدام شوی او د اجرتي قاتلانو لښکر دی، چې په پيسو مرګ کوي او د واک لپاره په مسکو کې د دوه مليونه شهيدانو له قاتلينو سره ډيل ته هم اماده دي.

Share this page to Telegram

Comments