طالب مشر: پاکستان او روسان هڅه کوي د ترکيي ناسته له خنډ سره مخ کړي

comments 0

0 Views

هندوکش: د طالبانو يو وتلی مشر له يوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې په ترکيه کې د څلور اړخيزې ناستې هرکلی کړی دی او ويلي يي دي چې د خبرو له پيل سره سم نور هيڅوک حق نلري د دوی او افغان حکومت په چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي بهرنیو رسنیو ته ويلي دي:« ډير وخت کيده چې د طالبانو په دې شته جوړښت حقاني شبکه او کوټې شورا کې ډیر مشران په دې نظر وو چې باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پيل شي خو پاکستان به اجازه نه ورکوله چې دا کار وشي خو اوس چې په ترکیه کې دا لړۍ پيل شوې او زموږ استازی پکې شته دی نو دا موږ ته يو ښه خبر دی.»

نوموړي تور پورې کړ چې روسان اوپاکستانيان اوس اوس هڅه کوې يادې خبرې بې پایلې پای ته ورسيږي او زیاته يي کړه چې ددې کار ثبوت يي د ترکيي د ناستې په تړاو په کوټه کې د ناست طالب وياند وروستۍ خبرې  دي.

نوموړي زياته کړه:« له تیرو دريو کلونو را هيسې مو که فکر کړئ وي په پاکستان کې د طالب مشرانو د پټ ترور، نيول کيدو او يا په يواو بل نوم د وژل کيدو پيښې ډيرې شوي دي کله چې زموږ ځينې مشران په کوټه کې ونيول شول او په پيښور کې مو يو شمېر مشران ترور شول له آی اس ای سره دا انديښنه رسما مطرح شوه خو اوس دوی لوبه برعکس کړې او د ترور دا لړۍ يي افغانستان ته را غځولې او دلته د داعش په نوم ډله يي د همدې لپاره جوړه کړې څو په سوله او وطن مين طالب مشران او سیمه ایز مشران ترور کړي.»

نوموړي وویل:« وړمه شپه کله چې د ترکيي ناستې ته د قطر دفتر استازی ورسید په کوټه کې د شيخ هبت الله صاب کور ته رسما د پاکستان د استخباراتي ادارې مسولین ورغلي دي او له ده يي غوښتي دي چې په دې ناسته کې د قطر دفتر د ورغلي پلاوي مخه ونيسي او يا يي رد کړي خو دا چې مخنیوی ناشونی وو ولې د طالبانو هغه وياند چې د کوټې په اسحاق آباد کې دفتر لري رسما يادې خبرې رد کړې.»

نوموړی وايي چې په دې سبوتاژ کې روسان هم له طالبانو سره لاس لري او په خبره يي د بین الافغاني خبرو د سبوتاژ هر غږ چې د طالبانو په ادرس پورته کيږي دوی ته د منلو نه دی او دا ډول غږونه د روسيي او پاکستان خاصې کړۍ پورته کوي.

د نوموړي طالب مشر په خبره:« طالبان اوس پوهيدلي دي ځکه د داعش له راتګ سره سم چې مشري يي پاکستان کوي خو تر ډيره پرې هغه طالب مشران وژني چې يو وخت دوی ورته په پاکستان کې د ازاد ژوند ټټر وهلی وو… موږ ته نور په کار دي چې د سولې د سبوتاژ مخه ونيسو او په سیمه ایزه کچه دجنګي مسولینو د پوهولو او ويښيدا په خاطر لاس په کار شو ځکه موږ وينو چې د ډير واړه غفلت په صورت کې داعش ډير ژر پرمختګ کوي او ډيری هغه سيمې په نښه کوي چې د طالبانو سیمه ایزه هسته پکې فعاله وي.»

نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې د منلو شویو ديني علماوو او طالب مشرانو ترور د داعش ډله د پاکستان په خوښه کوي او په وينا يي چې اوس طالبان هم تقريبا څلور ډلې شوي دي چې يوه يي د ملارسول انشعابي ډله ده، بله ډله د کوټې شورا ده او دوه نورې ډلې د حقاني شبکې دي چې يوه يی د اسلامي امارت تر شته چتر لاندې فعاليت کوي او بله يي بیا د پاکستان څخه هدایت اخلي او داعشي هويت يي ځان ته خپل کړی دی.

نوموړی وايي:« نور نو په سوله کې زموږ هم عزت دی ځکه موږ په ۲۰۱۴ کال کې داسې  اټکل کړی وو چې د امریکا د ماتې امتياز به د اسلامي امارت شي خو اوس چې يو لوري ته امریکايان پاتې کيږي او بل لوري ته پټ پاکستان او روسان غواړي موږ وکاروي نو زموږ د دیني او افغاني رسوخ ته په کتو سره به دا زموږ په تاوان وي چې ددې جګړې د اوږدیدا غوښتونکي شو ځکه موږ يي نشو ګټلی او هره ورځ وينو چې په ولس کې مو پر ضد يو لوري ته کرکه ډيريږي او بل لوري ته داعش ډله پياوړې کيږي.»

نوموړي وویل چې که د کوټې شورا يي د پاکستان په زور هرڅومره رد کړي په طالبانو کې د سولې او پخلاينې ذهنيت د هرې ورځې په تيریدو سره پياوړی کیږي او موږ دا خبره نوره درک کړې چې شونې ده ډير ژر زموږ سپيڅلې مبارزه د داعش تر نامو لاندې پر يوه ناولې او نامقدسه جګړه بدله شي چې بیا به مو نه افغان ولس مني او نه به د پرون په شان په ټولنه کې ديني يا ټولنیز رسوخ ولرو.

ياد طالب مشر پر طالب مشرانو غږ وکړ چې نور باید له ورور وژنې تیر شي او په خبره يي په يوه خولو به دا ټولو ته د وياړ خبره وي چې بین الافغاني خبرې تيزې شي او هیواد ته سوله راشي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply