طالب مشر تر زرو ملکي کسانو وژنې وروسته پر خلکو د ترحم خبرې کړي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: طالب مشر په یوې اختریزې څرګندونې کې له خپلو پلویانو له کابو زر ګونو کسانو وژلې وروسته غوښتي، چې پر خلکو دې ظلم نکوي.
دا له امریکا سره د طالبانو د سولې راوستلو د هوکړې له لاسلیک وروسته د طالب مشر لومړنۍ څرګندونه ده، چې په کې له تاوتریخوالي او د جګړې امر ندی شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به کومه انحصاري پالیسي ونلري او د ټولو نرینه وو، ښځینه وو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي کیږي.
د طالبانو مشر له امریکا غوښتي؛ د سولې راوستلو لاسلیک شوې هوکړه دې پلي کړي او هیچاته دې اجازه نه ورکوي، چې د پلي کیدلو مخه یې ونیسي.
هغه دا هم څرګنده کړې: راځئ د همدې هوکړې پر بنست مخ ته ولاړ شو، چې ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته زمینه برابره شي.
د طالب مشر په دې اختر پیغام کې د اختر پرمهال د اوربند یادونه نده شوې.
دا اختریز پیغام په داسې مهال خپریږيو چې د افغانستان د سولې استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې خبرو د په ټپه ولاړ خالت د ماتولو لپاره خپل سفر پیل کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په تیر یوه میاشت کې د طالب وسله والې ډلې په بیلا بیلو چاودنو او عملیاتو کې تر زرو ډیر بی ګناه خلک وژل شوي دي چې ډیرې یې کابل، غزني، کندز، پروان او داسې نورو ولایتونو کې وول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments