طالب مشران له پاکستان؛ قطر ته ستانه شوي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د طالبانو هغه مشران چې له قطر څخه اسلام اباد، کویټې او پيښور په سفر راوتلي و، تر یوې اوونۍ وروسته بیرته قطر ته ستانه شوي دي.
طالب سیاسي پلاوي کویټه او پیښور کې له خپلو مشران او پاکستاني چارواکو سره د اوربند په څرنګوالي خبرې کړي دي.
د دې لیدنو څرنګوالی نه دی مالوم چې له چا سره لیدنې شوي، خو طالب سرچینو ویلي چې کویټه او پيښور کې یې له طالب مشرانو سره خبرې کړي چې له امریکا سره څه ډول هوکړه کوي او له افغان حکومت سره څه ډول خبرې پيلوي.
ځینې سرچینې وایي، طالب مشرانو د پاکستان له څارګرې ادارې سره هم ناستې کړي او هغوی ورته خپل ملاحظات ورکړي چې له امریکا او افغان حکومت سره یې خبرو کې شامل کړي.
دا دور خبرو کې افغان حکومت خلیلزاد ته شرط ایښی، که امریکا او طالبان هوکړه کوي، نو اوربند او بین الافغاني خبرې به یې شرط وي.
بین الافغاني مذاکرات
افغان حکومت ځکه بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کوي، چې طالبان بین الافغاني مذاکرات نه مني، طالبان په دې فکر و او دي، چې که امریکايي ځواکونه ووځي، دوی به یو ځل بیا د جګړې له لارې نظام لاس ته راوړي.
خو نړیوال او عام افغانان د طالبانو له دې نظر سره مخالف دي او اجازه هم نه ورکوي، ځکه امریکا هوکړه د دې لپاره کوي چې جګړه پای ته ورسیږي او کله چې جګړه پای ته رسیږي، نو د سولې مذاکرات یو اصل دی چې باید سر ته ورسیږي.
بین افغانۍ مذاکراتو کې د طالبانو ټینګار دا دی چې حکومت سره د حکومت له ادرس نه کیني، همدا اوس قطر کې د بحث وړ موضوع ده چې ناندرۍ پرې روانې دي، طالبان نه غواړي چې د سولې په میز ورسره افغان پلاوی د حکومت له ادرس کیني، دا هغه شرط دی چې پاکستان یې ډير فرمایش لري.
اوربند
اوربند ټوله نړۍ کې د سولې د خبرو اصل دی چې باید له خبرو وړاندې وشي، له همدې کبله افغان حکومت اوربند د سولې مشروط کړی او امریکا له طالبانو سره هوکړه نه کوي، تر څو چې یو سرتاسري اوربند باندې هوکړې ته نه وي رسیدلي.
اوس چې د طالبانو پلاوی پاکستان کې له خبرو وروسته قطر ته تللی، سلا مشورو کې یې نظر ترلاسه کړی چې لنډ مهالی سرتاسري اوربند دې وشي.
په دې اوربند سره به طالبان خپل یووالی وښيي او تر څنګ به یې مالومه شي چې طالبان سولې ته اهمیت ورکوي او جګړه پای ته رسوي.
که اوربند وشي، بین الافغاني خبرې پيل شي، بل هیڅ ستونزه نشته چې د سولې خبرو پروړاندې خنډ شي، پایداره سوله بحثونو ته اړتیا لري او دا بحثونه په لږه موده کې هم پایله ورکولی شي.
د سولې پروړاندې طالبان لوی خنډ دی او هر کله چې وغواړي خبرې پيل کړي، افغان حکومت حاضر دی چې خبرې وکړي او افغان د سولې ارمان ته ورسوي.

Share this page to Telegram

Comments