طالب مشران د خپل هوسا ژوند لپاره پردي اولادونه قرباني کوي / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

تاسو کابل کې وروستی برید ولید چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي او په زیاته اندازه چاودیدونکي توکي داسې سیمه کې وچاودل شول چې د ملکي وګړو کورونه و.
طالبانو د جګړې هدف او مسیر مالوم نه دی، بس چرته یې چې په توان پوره شي، هلته چاودنه کوي، دا چې څوک پکې وژل کیږي او څومره وژل کیږي ورته مهمه نه ده، دا ورته مهمه ده چې ویره خپرې کړي او د رسنیو د سرټکی شي.
طالب مشرانو خلیلزاد سره یولس میاشتې په لوکسو هوټلونو کې مذاکره کوله او تر څنګ یې د جنګ ډګر تود ساتلی ، په دغه جنګ کې یې پر افغان وسله وال پوځ او امریکايي بمبار خپل سلګونه سرګروپوان، قوماندانان او عادي غړي ووژل.
د دومره خپلو او عامو خلکو له وژلو وروسته ایله اوس خلیلزاد سره توافق ته ورسېدل چې بین الافغاني مذاکرات به کوي، اوس به دا بین الافغاني مذاکرات کال دوه کاله په ناروي او د نړۍ په نورو لوکسو هوټلونو کې روان وي او دلته به د جنګ په ډګر کې همدومره تلفات ورکوي او ملکیان به وژل کېږي، معلومه نه ده چې دا خبرې به څه وخت نتیجه ورکوي، خو یوه نتیجه یې معلومه ده مشران به یې هوټلونو کې چني وهي او د جنګ د ډګر طالبان به همداسې لکه په کندوز او بغلان کې چې ووژل شول، وژل کېږي.
دا سریال به همداسې روان وي او ورو ورو به د ځمکې په سر طالب جنګیالي یا وژل کېږي یا به خپل بیرغونه په تورو بدلوي. اخر کې به یې مشران کابل ته راځي او دلته به لکه د حکمتیار ژوند اخیتاروي او د داعش له ډاره به له ځانه لوی دیوالونه تاووي او مطبوعاتي کنفرانسونه به ورکوي وايي به وطن اشغال دی.

Share this page to Telegram

Comments