طالب قومندان په خپل ماین وژل شوی

comments 0

0 Views

ندوکش – بغلان: بغلان کې د طالبانو قوماندان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د ابوبکر په نوم دغه طالب قوماندان تیره شپه شاوخوا اته بجې چې غوښتل یې د ډنډ شهاب الدین اړوند د خلازیو کلي کې ماین ځای پر ځای کړې پرې وچاودید.
کورنیو چارو وزارت لیکلي، دغه طالب قوماندان ډنډ شهاب الدین سیمه کې د سړک غاړې ماینونو په ښخولو کې مهمه ونډه درلوده.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په خپل ماین وژل کیږي، تر دې وړاندې هم طالبان په خپلو ماینونو الوتي.
طالبانو د دې ماینونو له کبله ډير کله ملکي وګړي قرباني کیږي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments