طالب زندانیان د ولسمشر په فرمان خوشې کیږي / سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته د بین الافغاني خبرو د پيل او ښه نیت له مخې افغان حکومت د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې کوي.
تازه ولسمشر محمد اشرف غني فرمان ورکړ چې له مخې به یې ۱۵۰۰ طالب زندانیان خوشې شي.
د دې زندانیانو له خوشې کیدو سره به طالبان او افغان حکومت بین الافغاني مذاکراتو ته داخلیږي او د خبرو په جریان کې به بیا نور طالب زندانیان چې شمېر یې ۳۵۰۰ کیږي، خوشې کړی.
افغان حکومت دا بندیان د ښه نیت له مخې د سولې پروسې د بریا لپاره خوشې کوي.
تر دې وړاندې هم ولسمشر غني د مشورتي جرګې د غوښتنې په اساس نږدې زر طالب زندانیان له بیلابیلو زندانونو خوشې کړي و.
افغان حکومت یو ځل بیا وښوده چې سولې ته د رسیدو لپاره قوي اراده لري او مقابل لوری هم باید پوره لیوالتیا وښيي چې دا پروسه بریالۍ شي.
که څه هم فکر کیده چې ګنې زندانیان به پرته له کوم قید او شرط خوشې کیږي، خو وروسته مالومه شوه چې د بندیانو خوشې کیدل پرته له کوم میکانیزم نه دي او د یوې پروسې له لارې خوشې کیږي.
د دې په بدل کې به طالبان تاوتریخوالي ګراف راټيټوي او سولې ته د رسیدو لپاره به عملي اقدامات اخلي.
په دې لړ کې طالبانو ځینې نورې غوښتنې هم منلي چې د سولې پروسې له بریا او جګړې له کمښت سره مرسته کوي.
افغان حکومت پلاوی هم چمتو کړی او ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې یې اعلان کړي، دا پلاوی د پریکړو صلاحیت نه لري او یواځې مذاکره کوونکی دی.
د دې پلاوی تر څنګ به کابل کې د مصالحې شورا ناسته وي او پلاوي سره به خپلې مشورې شریکوي او د خبرو جریان کې به ځینې لارښوونې ورته کوي.
هڅه دا ده چې پلاوی ټول شموله وي او هغه مخور او بانفوذه کسان چې د پلاوي برخه نه وي، هغوی به کابل کې د مصالحې شورا برخه وي او هره ورځ به تازه جزیات ورسره شریک کیږي او پلاوي ته به نوې لارښوونې کوي.
افغان حکومت د سولې پروسه په تدبیر سره مخ ته بوځي او هیڅ ډول عاجله نه لري، د دې لپاره چې افغانان پایداره سولې ته ورسیږي، هر ګام په دقت اخیستل کیږي.
افغان حکومت د افغانانو نماینده ګي کوي او د سولې پروسه کې به ټول هغه موارد نظر کې ونیسي چې د خلکو غوښتنه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي جرګه کې له افغانانو مشورې اخیستي او له همغې به کار اخلي او د سولې پروسه کې به مخ پروړاندې ځي.
لکه ولسمشر چې ویلي و، هیڅ طالب زنداني په خپلو زندانونو کې ساتل نه غواړي، خو دا چې د سولې پروسه بریالۍ شي او ټول زندانیان خوشې شي.

Share this page to Telegram

Comments