طالب د خپلو تبلیغاتو لپاره جګړه کې وژل شوي ملکیان یادوي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

تاسو به لیدلي او اوریدلي وي چې یو شمېر افغانان په دې باور دي، که امریکا وغواړي طالب په دوه ساعته کې ورکولای شي خو له بلې خو چې امریکا په کوم ځای حمله وکړي نو همدا دوه ساعتو والا چیغې شروع کړي چې بیګناه خلک یې ووژل، عام خلک خو پریږده بیا له طالبه هم بیګناه خلک جوړ کړي تر څو امریکا پرې ملامته کړې.
خو طالب چې همداسې د یو شمیر ځایي خلکو ملاتړ لري او د ښځو او ماشومانو له مینځه جګړه کوي نو امریکا څه چې خپله افغانان چې د دې سیمې خلک دي او په ژبه او کلتور یې پوهیږي، یې هم د یو شمیر بیګناه خلکو تر وژلو پرته نشي ماتولای. دا هیڅ امکان نلري چې په داسې جګړو کې دې چې طالب مو د خلکو په رګو کې ننوتلی، بیګناه خلک ونه وژل شي.
هو امریکا کولای شي طالب په یو څو ورځو کې له مینځه یوسي خو دې جګړه کې به یې زرګونه سرتیري او لسګونه زره بیګناه افغانان هم له مینځه لاړ شي. خو نه امریکا دومره قرباني ته تیاره ده او نه هم افغانان. د دومره افغانانو په مرګ به دا پاتې ملت هم د امریکا په ضد ټوپک راواخلي. همدارنګه امریکایان هم نه غواړي چې زرګونه سرتیري یې په یو بې معنا جنګ کې ووژل شي.
هر ځل چې په کلیو او کورو کې جګړه شوې نو همدا خلک چې دعوه کوي چې امریکا په دوه ساعته کې طالبان ختمولای شي، بیا چیغې وهي چې بیګناه خلک یې ووژل. دوی څوک په یوه کې هم نه پریږدي. چې حمله نه کوي وايي طالب سره جوړ ده نه یې ختموي. خو چې حمله پرې کوي نو وايي چې زما وژلو ته راغلی.
بیا امریکا خو له طالب سره جګړه وکړه او طالب یې بیخي یو وخت ان درته ورک کړ. خو تاسې له ساده نه تر ډیسکو او له کلیوال نه تر ښاري پورې په پټه او ښکاره د طالب ملاتړ کاوه.
مونږ دومره له طالب سره جوړ وو چې پرته له شمالي ټلوالې هغه وخت افغانستان خو پریږده چې ان په مطبوعاتو او فیسبوک کې چا د طالب په ضد خبره نه کوله برعکس هر ځای به یې امریکایانو ته یهودي یا صلیبي عسکر او یا هم اشغالګر ویلې.
که څه هم د ښارو ډیری خلک مو نن له طالبه بد وړي خو کلیوال مو ډیری هماغسې په طالب ولاړ دي او امریکایان خپل دښمنان او اشغالګر ګڼي. د خلکو همدې ملاتړ طالبان ورو ورو بیرته راپيدا کړل او دا نن چې په اسانه نه ورکیږي دلیل یې همدا دی چې یو زیات شمیر افغانان ورسره ولاړ دي او مجاهدین یې ګڼي.
نو چې ته له طالب سره مشکل نلرې امریکا ولې ستا په سر ورسره جګړه وکړي؟ بیا چې طالب هم ورته وايي چې افغانان تاسې نور نه غواړي او مونږ هم نور نه غواړو جګړه درسره وکړو راځه چې دا مشکلات د جنګ په ځای د خبرو له لارې حل کړو.
بیا امریکا ولې پاکستان سره ستا په سر دښمني وکړي؟ هغه پاکستان چې په سخته کې یې امریکا ته وايي چې زما اوبه، زما ځمکه او زما فضا ستا په خدمت کې ده.
د امریکا راتګ افغانستان ته یو طلايي چانس وو خو مونږ بدبختانه لدې چانسه ګټه پورته نکړای شوه. اوس دا چانس په خلاصیدو دی.
دا یو نه پټیدونکی حقیقت دی چې امریکا په تیرو اتلس کلونو کې ډیرې غلطیانې وکړې او دا د بلوڅ جنګیالیو ترهګر لیست ته اچول یې هم لویه غلطي ده. خو دا هم یو روښانه حقیقت دی چې افغانان اوسمهال ددې وړتیا نلري چې لکه امریکا غوندې هیواد نه ګټه واخلي او ځان پرې جوړ کړي.
افغان دولت په تیرو اتلسو کلونو کې خپلې ملي ګټې د امریکا له ملي ګټو سره موازي نکړای شوې تر څو له امریکا اعظمي ګټه واخلي.
لږ مو ګریوان کې وګورئ او له ځان سره فکر وکړئ چې د طالب او امریکا تر مینځ کوم یو انتخابوئ. مطمین یم چې یو شمیر به طالب انتخاب کړي. او پاتې نور نژدې ټول به ووايي چې مونږ د دواړو تر مینځ بې طرفه یو. نو چې ته د دواړو تر مینځ بیطرفه یې یعنې امریکا هم لکه طالب بده ګڼې نو امریکا څه ضرورت لري چې درته پاتې شي او ستاسې په سر له طالب سره جګړه وکړي.
خو ځانته به یوه د خټو پوزه جوړوي او له افغانستانه به وځي. ته له امریکا ځکه د ګیلو حق نلرې چې په تیرو اتلسو کلونو کې تا تر امریکا ډیرې غلطیانې کړي. په اتلسو کلو کې تا د امریکا په اړه یوه ملي پالیسي جوړه نکړای شوه. برعکس هر افغان غواړي امریکا دې هر کار د ده په خوښه وکړي کنه د افغانانو دښمنه ده او مرده باد دې وي.

Share this page to Telegram

Comments