طالب د جګړې پروژه ده، د اوربند او سولې نه / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

د سولې مشورتي لوی جرګې ګډونوالو دولت او طالبانو ته او دولت وحشي طالب ته د اوربند وړاندیز کړی خو وحشي طالب ویلي چې په روژه کې جګړې لا ډیر ثواب لري او نور به هم خپلې جګړې ته زور ورکړي.
تیر کلونه مې هم ویلي وو او دا دی بیا هم وایم. چې طالب نه ستا یانې افغانانوخبره مني، نه عذر او زاري مني، نه ژړا مني، نه نصیحت مني، نه جرګه او ننواتې مني، نه منطقي دلایل مني، نه شمله او ټیکری مني، او نه بل کوم ښه کار مني. که په سر یې هم کینوې نو بیا به هم تا یانې افغاناو سره جګړه کوي ځکه طالب یوازې د جګړې لپاره جوړ شوی او د سولې فکر او اختیار نلري.
د سولې شورا، د سولې خیمې، د سولې جرګې، د سولې کاروان، د سولې لپاره دعاګانې، ختمونه، روژې او نور عبادتونه، د سولې لپاره طالبي بندیان ازادول او نورې قربانیانې ورکول بې ګټې دي او هیڅ ځای نه نیسي.
د طالب د ورکیدو یوازې او یوازې دوه لارې دي. یوه دا چې د جنګ په زور دومره وځپل شي چې بیخي له مینځه لاړ شي. د دې لپاره یو قوي ولسمشر او د ملت قوي ارادې ته ضرورت دی چې د طالب پلوو په مرګ خفه نشي. یا دوهمه دا چې د پاکستان ټولو غوښتنو ته سر ټیټ شي. ته بیا ګوره چې لکه د طالب د وخت امنیت څنګه راځي.
خو نه لمړۍ لارې ته تیار یو او نه دوهمې ته. اکثریت ملت مو هم ګنګس دی ځکه لا یې خپل طرف نه دی معلوم کړی چې دا کار خپله د جګړې د اوږدیدو سبب شوی. اوس مجبور یو همدا حالت تر هغه وزغمو تر څو چې دولت سقوط نه وي کړی او دولت چې سقوط وکړ نو نظام هم ورسره سقوط کوي.
مطمین اوسئ چې پاکستان به طالب په هر قیمت او د هر فشار په مقابل کې ساتي ځکه همدا ډله یې د غربي سرحد د امنیت ګرنټي ده. بل پاکستان هم پوهیږي چې غرب تر ابده افغان دولت نشي حمایه کولای او د افغان دولت داخلي جنجالونه دومره ډیر دي چې خامخا به سقوط کیږي.
د پاکستان دا تحلیل په ځای دی بالخصوص اوس چې د دولت سیاسي مخالفین هم ورو ورو له سرو کرښو تیریږي او وحشي طالب ته نژدې کیږي. پداسې حالت کې دولت ریښتیا هم ډیر وخت نلري.
سیاستوال خو به ځان یوې خوا ته وباسي خو زور به یې له ګنګس ملته وځي. او دا زور باید هم له ملته وځي ځکه لا هم د جهادو شوقي او د ترهګرو او خاینانو ملاتړی دی.
ملت لا هم طالب ته سترګې په لار دی چې ګوندې د بهرنیو استخباراتو له انحصار ووځي او د خلکو غږ ته لبیک ووايي.
خو طالب وښوده چې هیڅ ډول د سولې پلوي نه دی او تر هغې چې د بهرنیو استخباراتو ګټې په افغانستان کې خوندي نه کړي، هیڅ ډول سولې ته به غاړه کینږدي.
خو افغانان هیځکله اجازه نه ورکوي چې د جمهوري نظام پرته دې یا طالبانیزم او نور ډوله نظامونه رامنځ ته شي چې له اسلام اباد اداره کیږي.

Share this page to Telegram

Comments