طالب د جګړې اسباب دی / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

دا چې د طالبانو مشران د نړیوالو او ځانګړي ډول د امریکا له لوري نه په نښه کیږي، دا داسې نه ده چې ګنې امریکا یې نه شي وژلی او یا ورته مالومات نشته.
د طالبانو مشران کویټې مالوم ځای کې اوسیږي او هلته منظم غونډې کوي، امریکا کولی شي یو ډرون باندې یې له منځه یوسي خو ولې یې له منځه نه وړي؟
ځکه طالب مشران د جګړې اسباب دي او امریکا نه غواړي چې دلته جګړه پای ته ورسیږي.
امریکا چې د اسلام اباد څنګ ایبټ اباد کې ځانګړي عملیات کولی شي او اسامه له منځه وړلی شي نو بیا بیا ملا هیبت الله او ملا یعقوب څه دي چې له منځه یې یو نه سي.
امریکا پاکستان ته دومره پیسې ورکړي چې که د هېواد په هر ګوډ کې عملیات وکړي اجازه لري او پاکستان ورته غږ نه شي کولی.
دا خبره د قاسم سلیماني په اړه رایاده شوه، هغه چې کله د امریکا هدف شو د عراق هوایي ډګر کې یې له منځه یوړ.
یواځې سلیماني نه بلکي له ده سره یې د یاغي او ترهګرې ډلې نور مشران هم له منځه یوړل چې منځني ختیځ کې به یې د جګړو مشري کوله.
که افغانستان کې جګړه نه وي، د امریکا مشروعیت او پلمه نه پاتې کیږي چې افغانستان کې پاتې شي، له همدې کبله طالبانو مشران نه وژني چې جګړې لپاره بشري قوه استخدام کړي.
لویدیځو رسنیو داسې راپورونه هم نشر کړي چې ځینو مواردو کې امریکا ان طالبانو ته پيسې او مهمات هم ورکوي.
نو څوک به داسې وکړي چې هم له طالبانو سره جګړه کوي او هم ورته امکانات برابر کړي، تاسو له ټرمپ وړاندې د اوباما یوه بیانیه اوریدلې وه چې ویل یې طالبان د افغانانو خپله ستونزه ده او د دوی دښمنان نه دي.
امریکا پوهیږي چې نه یې طالب هدف قرار ګرځوي او نه یې ګرځولی شي، د طالب جګړه د اشغال ترنامه لاندې ده چې ټول قربانیان یې افغانان دي.
د ۲۰۱۹م کال د مالوماتو له مخې د یو کال جګړه چې طالبانو کړې له یو بهرني عسکر سره ۵۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.
نو له دې د طالبانو جګړه او د جګړې تګلاره مالومولی شئ چې دا جګړه د چا ده، څوک یې قرباني دي او څوک یې ګټه وړي.
خو طالب لکه چې همداسې جاهل و، همداسې جاهل به پاتې وي.
مشران یې له نورو هېوادونو سره په معاملو بوخت دي، د ځان لپاره یې ارام ژوند جوړ کړی خو د اسلام او جهاد په نوم پردي اولادونه جګړې ته جذبوي او بیا په هوایي بریدونو او افغان ځواکونو عملیاتو کې يا وژل کیږي، یا ټپیان کیږي او یا نیول کیږي.
طالب فکر کوي چې امریکا یې ماته کړې، د فتح خوبونه ګوري، خو دې ته یې پام نه دی چې امریکا خپلې تګلارې لري، د هغې لپاره کار کوي او کله چې تګلارې مسیر بدل شي خپله بله تګلاره عملي کوي.

Share this page to Telegram

Comments