طالب جګړه او د جلب و جذب پروسه / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

تېرو کلونو کې د طالبانو لیکو ته د جلب و جذب پروسه په چټکۍ سره مخ ته روانه وه، لامل دا و چې طالبانو ځینو کلیوالو سیمو باندې کنټرول نیولی و او بیا یې د همدې کلیو خلک استخدام کړي و.
کلیوال د طالب د جهاد! او جګړې وږې تږې نه و، په دې ښه خبر و چې دا ډله په سمه لار نه ده، خو ځینو مجبوریتونو اړ کړي و چې طالبانو سره وسله واخلي او د خپلو خلکو پرضد جګړه وکړي.
ځینې کلیوال د دې لپاره چې خپله کورنۍ د طالبان له باج اخیستلو وساتي، طالبانو سره یې وسله واخیسته چې خپله کورنۍ وساتي.
ځینې کلیوال بیا د دې لپاره چې تربور سره یې دښمني وه، له طالب سره وسله واخیسته چې خپل تربور باندې لاس بری وي.
ځینې بیا د دې لپاره طالبانو سره یو ځای شول چې کار روزګار یې نه درلود او د طالب په وسله به یې غلاوي او باج ګیرۍ کولې.
دا او ځینې نور هغه لاملونه و چې د طالبانو لیکو کې یې د ځوانانو شمېر زیات کړی و، خو دا شمېره ځوانان عقیدوي نه و، بلکې د امتیازاتو او مجبوریت له مخې د طالبانو لیکو کې و او د خپلو خلکو پروړاندې یې جګړه کوله.
سږ او تېر کال چې افغان ځواکونو پر طالبانو تعرضي بریدونه او عملیات وکړل، د طالبانو د جلب و جذب پروسه یې ټکنۍ کړه.
ځینې طالب مشران او وسله وال یې هوايي بریدونو او جګړه کې ووژل شول او د ۱۳ ولسوالیو تر څنګ یې زیات شمېر نورې سیمې له طالبانو ونیولې.
دا چې زیات شمېر سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو کنټرول او نفوذ له منځه لاړ، ورسره سم د طالبانو لیکو ته د خلکو ورتګ هم کم شو.
ځکه لکه مخکې مې چې یادوونه وکړه، د طالبانو لیکې له هغو لنډغرو ډکې وې چې هیڅ ډول کار کسب یې نه درلود او د پيسو پیدا کولو لپاره یې د طالب وسله پورته کړې وه.
طالبان د اشغال تر نامه لاندې جګړه کوي، خو د جګړې لویه برخه یې هغه وسله وال جوړوي چې نه د عقیدې له مخې جنګیږي او نه هم په اسلام خبر دي، یواځې د دې لپاره چې کانونه چور کړي.
د دې لپاره چې خلک وتښتوي او په بدل کې یې پیسې ترلاسه کړي.
د دې لپاره چې له پانګوال او نورو سرمایه داره خلکو باج واخلي، طالب مشرانو هم خپلو وسله والو ته اجازه ورکړې چې هر ډول ځان لپاره پیسې پيدا کولی شي، پيدا دې کړي.
طالبانو جګړه هیڅ عقیدوي اړخ نه لري او هر یو په دې کوشش دی چې څنګه کیدلی شي، ځان لپاره پيسې پيدا او پانګونه وکړي.
اوس چې خلک پوه شوي چې طالبان نور ختم دي او د جګړې وروستۍ سلګۍ یې دي، دې ډلې ته نه ورځي، یواځې هغه کسان ورسره پاتې دي چې د جګړې پرمهال یې خپلو سیمو کې دښمنۍ ځان لپاره پیدا کړي او بله چاره نه لري، یواځې دا چې وسله یې غاړې ته وي او ځان وساتي.

Share this page to Telegram

Comments